ټولنه

په پنجشيرکې د تکواندو سيالۍ ترسره کيږي

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
ټاکل شوې ده د تکواندو سيالۍ په راتلوونکې اوونۍ کې په پنجشير ولايت کې پيل شي .
دغه سيالۍ د پنجشير ولايت د ورزش د ادارې په کوربه توب د هېواد د اوولسو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره کيږي .
د پنجشير ولايت د ورزش  ادارې  مسوول  محمود قاسمي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ به يوه اوونۍ وخت ونيسي او ټاکل شوې ده ٢٠٠ تنه ورزشکاران پکې ګډون وکړي .
قاسمي زياته کړه: دغه سيالۍ د مرکز د بدني روزنې د حکمانو په وړاندې د پنجشير ولايت په مرکز کې د مارشال محمد قسيم فهيم په ورزشي ډګرکې ترسره کيږي .
د ورزش د ادارې دغه مسوول څرګنده کړه: ګټوونکو ټيمونوته کپونه او سوغاتونه هم په پام کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته