سیاست

جمهور ريیس د چاپیریال پاکولو په چارو کې برخه واخیسته

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني، د چاپیریال د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت نن سهار په کابل ښارکې د ښاروالۍ د کارکوونکو لباس په تن کړ او د واټ په غاړه یې د ښار پاکولو په چارو کې په عملي توګه برخه واخیسته.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس د پامیر سینما د واټ ترڅنګ د ښاروالۍ له کارکوونکو او هغو ځوانانوڅخه مننه وکړه چې د چاپیریال د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت سره راټول شوي وو.
جمهو ر رئیس د دوی دغه ټولنیز حرکت وستایه او په ټولو خلکو یې په دغه حرکت کې د ګډون غږ وکړ.
جمهور رئیس غني وویل: زموږ او تاسو ټولو ژوند سره تړلی دی، که کوڅه، ټول ښار او ټول هېواد د کور په څېر خپل ونه ګڼو، نو په کورکې هم نشو آرامه کېدلی.
ده دا هم وویل چې دولت، مدني ټولنه او ټول وګړي باید د ژوندانه د پاک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره یو بل ته لاس ورکړي.
جمهور رئیس وویل: وګړي نه یوازې حقونه، بلکې وجایب هم لري، نو موږ باید خپله برخه وجایب ادا کړو.
ده د چاپیریال پاکولو په برخه کې د ښاروالۍ د کارکوونکو هڅې او خدمتونه وستایل.
د رنګین کمان د ټولنیزې شبکې استازې د ښار پاکولو په چاروکې د جمهور رئیس د ملګرتیا له امله مننه وکړه او ويې ویل: ویاړم چې داسې زړه سواند او مسوولیت منوونکی جمهور رئیس لرو. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته