ټولنه

په باميانو کې له اووه سوه کورنيو سره مرسته وشوه

باميان باختردليندۍ دمياشتې١٠نيټه :
په باميانو کې پرون  له اووه سوه کورنيو سره مرسته وشوه.
دباميانو د والي مرستيال  محمدآصف مبلغ  ددغو موادو دويشلو په وخت کې 
رسنيو ته وويل ؛ چې په سلوکې پنځوس دباميانو ولايت خلک له بيوزلۍ اوفقر
سره مخامخ دي.
ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې دخلکو ژوند دانديښنې وړ دى اوسيمه ييزې ادارې په خپل توان سره دخلکو دستونزو دلرې کولو په برخه کې هلې ځلې کړي دي  او په دې لټه کې دي چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
دباميانو ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو آمر عزيزالله امينيار وويل  ؛            دغه مرستې دباميانو ولايت دمهاجرينودراستنولو دچارو درياست او دمهاجرينو په چارو دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ په مرسته  په  دغه ولايت کې د بيځايه شويواو بيوزلو کورنيو لپاره برابرې شوي دي  او په هرې کورنۍ٢٠٠ ډالره نغدې پيسې  څلور شړۍ او ژمنۍ تودې جامې  وويشل شوې .
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته