امنیت

په هرات کې دڅو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :

دهرات ولايت سيمه ييز چارواکي وايې په دغه ولايت کې يې دڅوچاودنو مخه نيولي ده.

درارسيدلو خبرونوله مخې دهرات ولايت امنيتي ځواکونو پرون دشينډنډ اوکرخ ولسواليو په لاره کې پنځه ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا ايښودل شوي و کشف کړل .

دهرات ولايت  درسنيو دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره وويل  يو ماين دهرات _ کندهار په لويه لاره کې چې دورځې  په سلګونو کسان تګ راتګ کوي ايښودل شوى و.

ددغو ماينونو دکشفولو په وخت کې څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته