(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه لسګونه سرتېري فارغ شول

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د ملي دفاع وزارت د بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۶ سرتېري د جګړه ییزو ملاتړ، ځانګړو وړتیاوو او جګړه ایزو تامینانو ښوونځيو له مسلکي کورسونو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

ملي دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یادو سرتېرو په فراغت غونډه کې د یادې قوماندانۍ قومندان مولوي محمد هاشم حذیفه د ښوونځیو قومندانانو، ګن شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

 دغه وزارت زیاته کړې، چې په یادو مراسمو کې مسوولینو فارغ شوي سرتېري راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه، چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکیم او د ولسونو د بشپړ امنیت په برخه کې ګټه پورته کړئ، په ټولو شرعي امورو کې د خپل امیر اطاعت وکړئ.

همدا راز یادو فارغانو ډاډ ورکړ، چې د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتو یو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا