خبرونهفرهنګTOPټولنه

د حضرت محمد ص د ګنبد خضرا  سمبول د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د اوولسمې ناحېې اړوند د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د محمد ص د ګنبد خضرا سمبول د جوړولو چارې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې.

دغه سمبول په دایروي بڼه د ۱۰ مترو په اوږدوالي او پراخوالي او د ۱۱ مترو په لوړوالي د حاجي بابي زنداني په نوم یوه هېوادوال په شخصي مرسته جوړېږي، چې د یوې میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دغه سمبول د ښار د آبادۍ لپاره د زنداني دغه نېک ګام وستایه او زیاته يې کړه، چې د ښاري ښکلا پروګرامونه د تاریخي او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په موخه پلي کېږي او دا لړۍ به د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د ښار نورو برخو ته هم وغځېږي.

د ګنبد د ننه کې د یوه جومات په څېر ځای هم په نظر کې نیول شوی، چې مسافر کولای شي لمونځ  په کې ادا کړي.

کابل ښاروالۍ له تېر یوه کال راپدیخوا ۱۵ څلورلارې د معمارۍ پخواني سبک په پام کې نیولو سره جوړې کړې دي او اوسمهال هم د ۵ څلورلارو د ښکلا چارې تر لاس لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري په کمپنۍ چوک کې هم (بیت المقدس) ته ورته اسلامي سمبول جوړ شوی وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا