امنیت

يوسړى په پروان کې له چاوديدونکو توکو سره ونيول شو .

کابل باختر د سلواغې لسمه :
يو وسله وال سړى  پرون په پروان ولايت کې ونيول شو
دپروان امنيه قوماندان جنرال عبدالمحفوظ  ولي زاده باختراژانس ته وويل دغه وسله وال سړى له لسو بوريو چاوديدونکو توکوسره دسيد خيلو ولسوالۍ په انچول کلي کې ونيول شو .
ده زياته کړه چې دوه تنه  نور دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ددغه ولايت په سالنګ  ولسوالۍ کې هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې  ٢٥ کيلوګرام چرس کابل ته ولېږدوي
ده وويل دپوليسو څيړنې په دې باب دوام لري .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته