-کابل/ دوږي ٣مه /باختر
په فراه کې د وسله والو طالبانو نوي تحرکات د دغه ولايت د خلکو د اندېښنو سبب شوى دى .
د فراه د ولايتي شورا غړى عبدالصمد صالحي د باختراژانس خبريال ته وويل چې طالبان د فراه ښار ته څېرمه د دارآباد په نيولو سره اوس په دغه سيمه کې شپږ امنيتي پوستې جوړې کړي دي . او د ښار پرکمربندونو يې خپل فشار زيات کړى دى .
هغه وويل چې دار آباد د فراه ښار په اته کيلومتري واټن کې موقعيت لري اويوه ستراتيژيکي سيمه ده خو دولت تراوسه پورې له سيمې څخه د وسله والو طالبانو د ايستلو په اړوند کوم اقدام نه ده کړې خو د فراه پوځي مسوولين د دار آباد سيمې څخه د طالبانو د شړلو لپاره د تياريو خبره کوي .
ختم _ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل