امنیت

دايتلاف دهوايي ځواکونوپه يو بريدکې لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

په کونړولايت کې پرون دايتلاف دځواکونو په هوايي عملياتو کې  ددولت لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

د٢٠٢ شمشاد ساحوي زون دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ .  دغه کسان دقوماندان پتمن په سرګروپي  دمانوګۍ ولسوالى په مربوطاتو کې غوښتل چې يو ماين په سړک کې ځاى پرځاى کړي په همدي وخت کې دايتلاف د هوايي ځواکونو له خوا ورباندې بريد وشو اوله امله يې ددغه قوماندان په گډون لس تنه ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

ديوبل خبرله مخې دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ددغه ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ديو کوردلټولو په بهيرکې يو کلاشنيکوف، دوه ستلايت ټيلفونونه او نيم کېلوګرامه اپين ترلاسه کړل او دپيښې په اړوند دکور خاوندنيول شوي او ترپوښتنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته