نړۍ

د ترکيې په استانبول ښارکې حالات کړکيچن دي

انقره بي بي سي   باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د ترکيې په استانبول ښارکې د حکومتي ضد اعتراضونو په دريمه ورځ ددغه ښار حالات کړکيچن بلل کيږي او د پوليسو  ځواکونو بيا له اعتراض کوونکوسره نښتې کړې دي.
اعتراض کوونکو او پوليسو په سيمه ييز وخت د تيرې شپې په نږدې نيمايي کې د بشيکتاش متروکه لوبغالى ته څېرمه په نښتې لاس پورې کړ او د پوليسو ځواکونو له اوبو شيندونکو ماشينونو او له اوښکي بهوونکي ګاز څخه استفاده وکړه.
دترکيې حکومت وايي چې نږدې ١٧٠٠ تنه اعتراض کوونکي  يې نيولي دي .
اعتراض کوونکي وايي چې د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان دې بايد استعفا وکړي .
دوى د استانبول په مرکزکې  په تقسيم ډگرکې راټول شوي دي.
سربېره پردې د ترکيې په پايتخت انقره ښار او په ازمير ښارکې هم دنښتو خبر ورکړى شوى دى.
دغه اعتراضونه د استانبول د تقسيم ډگر په پارک کې د يو تجارتي مرکز د جوړولو پرخلاف پيل شول، خو په بيړه اردوغان د اسلامپال حکومت پرخلاف په يو سترحرکت بدل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته