کابل باختر د ثور څوارلسمه :
په کونړ ولايت کې دبريد له امله يو ملکي وګړى شهيد او يوتن بل ټپي شو .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه تيرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر دکونړ ولايت ددانګام ولسوالۍ ته روان و چې داسمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا پرې ډزې وشوې .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې يوملکي وګړى شهيد او يوتن بل ټپي شو .
دپيښې علت تراوسه پورې نه دى مشخص شوى او دپيښې په اړوند هم څوک نه دى نيول شوى .
7 د یوې دقیقې څخه لږ