اقتصاد

دتورخم اوسپين بولدک دبندرونو له تړل کيدو څخه پاکستاني سوداګرو ته زيان رسيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢ :
دافغانستان  دسودا ګرۍ اوصنايعو وزارت او دسود اګرۍ اوصنايعودخونو مسوولين دتورخم اوسپين بولدک دبندرونو تړل کيدل زياتره دپاکستاني سوداګرو په زيان بولي  نه دافغانستان دسوداګرو.  دسوداګرۍ اوصنايعو  وزارت وياند مسافرقوقندي له  باخترآژانس سره په خبرو کې وويل ؛  چې افغانستان دپاکستان د سوداګرۍ   له تړلتيا څخه  ژغورل شوى دى او دچاه بهار بندر ،  دلاجوردو دتجارتي لاره،  دازبکستان _ افغانستان دتجارتي لارو  اودنړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې دافغانستان دغړيتوب په ګډون ترانزيتي بديلې لارې زموږ هېواد  زيات دپاکستان له اقتصادي تړلتيا څخه  ژغورلى دى.
قوقندي زياته کړه  اوس له پاکستان سره دافغانستان دوارداتو او صادراتو بيلانس نږدې يومليارده ډالره دى  چې نهه سوه مليونه واردات  او څه دپاسه  شپږ سوه مليونه ډالره صادرات دى او دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت هلې ځلې کوي  چې له پاکستان سره دوارداتو اوصادراتو بيلانس برابر کړي.
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وياند  څرګنده کړه چې دسيمې له ټولو هېوادونو سره دښو تجارتي اړيکو لرل   زموږ دهېواد اودسيمې دهېوادونو داقتصاد دښه والي سبب کيږي.
دغه راز دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزي  له پاکستان سره دهېواد ددوو بندرونو تړلتياته په اشارې سره وويل چې  له پاکستان سره دسوداګرۍ حجم کمښت موندلى دى لکه څنګه چې پخوا دافغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريز بيلانس درې مليارده ډالره وو  چې اوس  يونيم ملياردو ډالرو ته کمښت موندلى دى او ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورځ په ورځ   کميږي.
ده زياته کړه  دې ته په پاملرنې سره   چې له پاکستان څخه دافغانستان  دوارداتو  کچه دصادراتو په نسبت زياته ده   اودسپين بولدک او تورخم دبندرونو  دتړل کيدو زيان  زياتره   پاکستان  ته متوجه دى.
الکوزي  دغه راز  هغو تړونونو ته چې دافغانستان اوپاکستان دسوداګرۍ  دخونو ترمنځ شته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې ددغو تړونونو له مخې پاکستان حق نلري   چې تجارتي تګلورى  دافغاني سوداګرو مالونو پرمخ  وتړي  او که چېرې پاکستان وغواړي دغه تګلوري وتړي بايد دافغانستان حکومت دغه قراردادونه  لغوه کړي.
په همدې حال کې دکابل پوهنتون استاد اواقتصادي کارپوه  تاج محمداکبر  له باخترآژانس  سره په اړيکه کې وويل ؛ دې ته په پاملرنې سره چې افغانستان دنړيوالې سوداګرۍ دسازمان غړى دى  پاکستان حق نلري چې له افغانستان سره   تجارتي لارې وتړي او که چېري پاکستان دغه لارې بيرته خلاصې نه کړي 
افغانستان کولاى شي دغه سازمان ته شکايت وکړي .
استاد اکبر وويل ؛  دې ته په پاملرنې سره  چې دافغانستان دتجارتي بيلانس کسر په سلو کې  ٩٥  دى  په دې  حالت کې زيات زيان پاکستان ته متوجه کيږي  دپاکستان حکومت په وار  وار  په بيلابيلو پلمو په دغه هېواد کې دافغانستان  سوداګريزو مالونو ته ستونزې رامنځته کړي دي اوله دې لارې  زموږ دهېواد په سوداګرو زيات اقتصادي فشارونه راوړي دي اوداځل  ددغه هېواد په سند ايالت کې دلعل شهبارقلندر په نامه دصوفيانو په يوه زيارت کې  له ځانمرګي بريد وروسته چې  پکې ٨٨ تنه ووژل شول   له څلورو ورځو را په دې خوا دسپين بولدک او تورخم بندرونه تړلي دي.
دهېواد يوزيات شمير خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې  بايد پاکستاني سوداګرو ته اجازه ورنکړي چې خپل تجارتي مالونه دافغانستان له لارې منځنۍ آسيا او نورو هېوادونو ته وليږدوي.
دوى په دې باور دي چې اوس افغانستان  نور تګلوري تدارک کړي دي  اوبايد  دپاکستان دغه لوبې هم پيکه وښودل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته