امنیت

اته ويشت تنه وسله وال طالبان په پنځ ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٢:
پنځلس تنه ډار اچوونکي دامنيتي ځواکونو په يولړ  چاڼيزو عمليات کې ووژل شول .  دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ. په دغو عملياتو کې چې د ډار اچوونکو دځپلو  په مقصد دهلمند ولايت دګرشک  ، دکونړ ولايت د سرکاڼو ، دغزني ولايت داندړو او دارزګان ولايت دګيزاب  ولسواليو په مربوطاتو کې  ترسره شول پنځلس تنه وسله وال ډار اچوونکي طالبان ووژل شول اته  تنه تروريست طالبان ټپيان او ددغې ډلې يوشمير نور غړي ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې  ددرندو وسلو مهمات ،  چاوديدونکي توکي او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، ديارلس تنه وسله وال طالبان پرون په لغمان ولايت کې  دملي اردو دځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په لغمان ولايت کې دغه وروستۍ  عمليات دفولاد په نامه دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په دوام چې يوه اوونۍ مخکې ددغه ولايت په مربوطاتو کې  پيل شوي وو ترسره شول او په نويو پرمختګونو کې دملي اردو دځواکونو په  هوايي بريد کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته