سیاستخبرونهTOP

د حنا رباني کهر په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته را ورسېد

کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت مسولینو کابل ته د حنا رباني کهر په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د را رسېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوی څو شېبې وړاندې د کابل هوایې ډګر ته راورسېد او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د لیدو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په لور روان شو.
ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوی به د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، همکاریو او بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
تمه ده، چې افغانستان ته د یاد پلاوي راتګ به د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د پام وړ پایلې به ولري.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا