امنیت

د سيلاب قول اردو قوماندان: طالبانو او داعش د افغانستان په ختيځ کې ماتې خورلې ده

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
دملي اردو يو جګپوړى قوماندان د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو او داعش د ډلې د سختې ماتې خبره کوي.
دى دغه راز وايي: د داعش ډلې غوښتل په ننګرهار ولايت کې يوه ولسوالۍ په واک ولري چې هلته د اډې په جوړولو سره د تروريستانو په روزنې او سمبالولو او د افغانستان نورو ختيځو سيمو ته د تروريستانو په استولو لاس پورې کړي؛ خو پوځيانو د دوى دغه طرحه ناکامه کړه .
دافغانستان په ختيځ کې د سيلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزيرى وايي: د روان کال او په تيره بيا د وروستيو دريو مياشتو په بهير کې د داعش په ګډون تروريستي ډلو ته د سر دروند زيان اړولى دى .
ده وويل: په دې موده کې ٦٣٥ تنه ترورستان وژل شوې ٤١٩ تنه ټپيان او ٦٠تنه نور د پوځيانو له خوا نيول شوي دي .
دملي اردو دغه جنرال وايي: د روان کال په بهير کې دافغانستان په ختيځ کې د داعش او طالبانو د ډلو په سنګرونو لسګونه عمليات او بريدونه  ترسره شوي او په لسګونو کلي ددغو ډلو شتون څخه پاک شوي دي .
په دغو پوځي اقداماتوکې افغانستان په ختيځو کې دسوق او ادارې دمرکز او د وسلو او ډيپوګانو په ګډون د تروريستانو څو پټنځي له منځه وړل شوي دي دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو دغه جګپوړي قوماندان وايي: دملي اردو ځواکونو دغه راز ددغو سيمو دبشپړپاکولو لپاره دلغمان ،کونړ ، نورستان، ننګرهار وکاپيسا او دپروان په لوايتونو کې هوايي عمليات ترسره کړي.
دى چې په جلال آباد ښار کې په يوه خبرې غونډه کې خبرې کولې؛ وويل: تراوسه پورې د طالبانو او داعش په ګډون دتروريستي ډلو له خوا د هيواد د ختيځ په ځينو سيموکې ګواښوونه شته او له دغو ډار اچوونکو سره د مبارزې لپاره به پوځي پروګرامونه ترسره کړي.
جنرال وزيرى وايي چې تروريستي ډلو ته دپوځي عملياتو او بريدونو په بهيرکې د سر دروند زيان اوښتى دى او اوس د هيواد په ختيځ کې د مقاومت او د سترو بريدونو وس او توان نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته