خبرونهټولنه

په غور کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د غور ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي باحتر آژانس ته وویل چې دغه پېښه د قادس ولسوالۍ او مرکز ترمنځ په قرچغي سیمه کې د یوې سراچې موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په کې یوه ښځه مړه شوې او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

صدیقي د یادې پېښې د لامل په اړه معلومات ورنه کړل خو ډېرې وخت دې ته ورته پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته