کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضي او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، په ترڅ کې یې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قوماندان او د ۱۵ تنو داعشیانو په ګډون په لسګونو تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۶۳ تنه یې ټپیان او ۲ تنه نور يې نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د پلي ځواکونو لخوا د توپچي او هوایي قوتونو په مرسته د ننګرهار، غزني، پکتیا، روزګان، غور، بادغیس، فراه، هرات، کندز، فاریاب، بغلان، او د هلمند د ولایتونو په ځینو ولسوالیوکې ترسره شول؛ د غزني ولایت د اندړو او ګیرو ولسوالیو په جلا جلا سېموکې کې په عمري مشهور ابوبکر د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۷۲ تنه طالب جګړه ماران وژل شوي او ۱۷ تنه نوریې ټپیان شوي او د دوی ۸ ډول ډول عملیاتي موټرونه ۱۸ موټر سایکلونه، له دريو درنو ماشینګړو سره له منځ وړل شوي دي.
همدا راز د ملي اردو او نورو امنیتي ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتوکې چې د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ او د فراه د مرکز په شاو خوا سیموکې ترسره شول؛ ۲۷ تنه جګړه ماران وژل شوي او ۳۵ تنه نور يې ټپیان او د دوی درې جنګی موټرونه له منځه وړل شوي دي .
د بغلان ولایت د قرغان تپې په عملیاتوکی ۱۹ تنه جګړه ماران وژل شوي چې د ۱۲ تنو مړي د سیمې خلکو ته ورسپارل شوي او ۱۱ تنه يې ټپیان شوي او یو تن یې نیول شوی دی.
دغه راز د ملي اردو او نورو امنیتې ځواکونو په ګډو عملیاتوکې چې د ننګر هار ولایت د اچین په ولسوالۍ ترسره شول؛ ۱۵ تنه داعشیان ووژل شول او د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې دوه تنه په ځانګړوعملیاتو کې وژل شوي او یو بل يې نیول شوی دی .
د يادونې وړ ده چې په دغوعملیاتوکې د ملي اردو ۸ تنه سرتیري شهیدان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل