ټولنه

د مومن جان بیلتون د مړینې له امله د حامد کرزي پیغام.

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢١
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هیواد وتلۍ محلي سندرغاړۍ مومن جان بیلتون د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.
ارواښاد مومن جان بیلتون د هيواد پېژندل شوې هنرې څېره وه چې د لوګر په ولایت کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د خپل ژوند په اوږدو کې یې د هېواد فلکلورې موسیقی ته ارزښتناک او بې سارې خدمات وړاندې کړل.
د خپلی خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب دده کورنۍ، دوستانو او دده د غږ مینوالو ته وړاندې کوم. د لوی خدای(ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته