اقتصاد

دلغمان وروستی انځور

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٥ :    
لغمان دپلازمینې په ګاونډختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ډیری وګړي يې په کرنه  او مالدارۍ بوخت دي اوله دې لارې دخپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پيدا کوي،په تېره یوه نیمه لسیزه کې لکه څنګه چې لازه مه وه ددې ولایت پرمختیايې، ښوونیز،روغتیايي او ټولنیزوبرخوته خاصه پاملرنه نه ده شوې،اوس هم ددې ولایت ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري،ځیني يې احاطوي دیوالونه نه لري اویو شمېر نور يې بیا دسېلاؤنو او سیندونو له تخریب سره مخامخ  دي،ددې ولایت میشت اوسیدونکي دخپلو روغتیايي ستونزو دحل لپاره په جلال اباد اوکابل ډډه لګوي ،د انکشاف په برخه  يې په شویو کار ونو هم تر ډیره حساب نه کیږي ،دوزګارتيا،بې وزلې او دتنګتيا موجودې ستونزې هم ددې ولایت دځوانانو،کورنیو او فامیلونه ژوندتریخ کړی دي.
دنظر خاوند په دې اند دې چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې هېواد ته د نړیوالو  له پراخو مرستو سره ،سره  دوخت ادارې او مسؤلینو  ونه کړاى شول چې ددې ولایت دمیشتو ولسونو  دستونزو دحل ،ټولګټو لویو او وړو   بنسټیزو پروژو دتطبیق او ځوانانو ته دکارموندنې په برخه کې اړین کارونه ترسره کړي.
موجودو ټولو ولسي ستونزو او ننګونو ته د حل لار موندنې په برخه کې دغه ولایت ته  د والي په صفت د عبدالجبار نعیمي لیږل د ملي یووالي د حکومت یو پر ځای ګام ؤ،د اوږدې او غوره کاري تجربي لرونکي والي نعیمي  څه دپاسه یو کال وړاندې په دغه ولایت کې په رسمي ډول د والي په صفت دنده پيل کړه او د مسؤلیت د پيلیزې ورځې يې په دغه ولایت کې د ولسي غوښتنو  دپوره کولو، د غوره حکومتوالۍ د بنسټونود پياوړتيا، د عدالت د تامین، بیارغنیز انکشاف دپراختیا او ډاډمن امن دټېنګښت په برخوکې د مثبت بدلون راوستلو په موخه دقومي مشرانو،دیني عالمانو، سیاسي احزابو دګوندونوداستازو ،ولایتي شورا وکیلانو ،ددې ولایت د پارلمانې وکیلانو ، ځوانانو،مدني فعالانو،میرمنو او په ټوله کې ددغه ولایت دبېلابېلو قشرونواستازو او روڼ اندو سره پرله پسې مشورتې ناستې ترسره کړي څو ددوی له خولې  موجودې ستونزې،وړاندېزونه او سالمې مشورې واورې او په رڼاکې يې دلغمان ولایت د انډوليز پرمختګ،ځوانانو ته دکارموندې،روغتیايي، ښوونیزې اوانکشافي پراختیا ترڅنګ نورو بېلابېلو برخوکې لومړیتوبونو ته په کتو اړین ګامونه پورته کړي.
امنیت او بیارغنیز انکشاف چې ددغه ولایت د میشتو ولسونو تر ټولو لومړۍ غوښتنې وې سیمه ییزې ادارې يې دپوره کولولپاره پراخې هڅې پيل کړي،دا چې په لغمان کې د ښاغلي نعیمي  د یو کال نه زیات وخت کیږي له نيکه مرغه تر ډیره يې د هراړخیزو برخو ترڅنګ د امنیت تامین او د امنیتي ارګانونو ترمنځ دهمغږۍ په برخه کې شویو هڅو مثبت رنګ راوړي او په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي په پشپړ ډول ښه شوې،چې همدا ګډه همغږۍددې لامل شوي څو په لغمان ولایت کې ددښمن د سترو تروریستي بریدونو او کړنو څخه په وخت مخنیوي وشي.
وضعیت لاهم په ټوله معنی ډاډمن نه دی، وخت نه وخت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې وسله وال مخالفین د څو دقیقو لپاره لویو لارو ته راوځي،له خلکو نه پوښتنې ګرویګنې کوې او ځیني وخت خو ان خپل هدف هم ترلاسه کوي، خو له دې ټولو سره،سره  ولایتي اداره هڅه کوې چې د مرکزي اړوند وزارتونو او په دغه ولایت کې دمیشتو امنیتي ځواکونو په مټ وضعیت په بشپړ ډول کابو کړي، په همدې موخه دغه ولایت ته په وروستي یو کال کې په ځلونو د ملي دفاع او کورنیو چارو  وزارتو نو  لوړ پوړي امنیتي پلاوي راغلي،ستونزې يې له نږدې لیدلي،اوریدلي او ارزولي دي او په یو شمېر لوړ ګواښ لرونکو سیموکې يې دنویو پوستو دجوړولو او دسيمه ييزو پولیسو د رامنځته کیدو په برخه کې په عملي توګه اقدامات ترسره شوي دي.
ددي لپاره چې  امنیتي ځواکونه په لوړ او عالي مورال سره  امنیت تامین کړي  څو،څوځله د امنیتي ځواکونو د تشویق او هڅونې په موخه سترې ولسي غونډې چې زرګونو کسانو پکې برخه لرله جوړي شوي ،زړور سربازان او افسران ستایل اوتقدیر شوي  او  په منظم ډول په مرکز او  ولسوالیو کې د لویو لارو پرسر د پرتو امنیتي پوستو څخه شپه او ورځ لیدنې او کتنې ترسره شويدي،دلته په لغمان کې د امنیتي ځواکونو مورال په بشپړه توګه لوړ دی او لا يې هم دښمن نه دی پرېښی چې عامه نظم ګډوډ او ددغه ولایت پرمختیايي انځور کم رنګه او پيکه کړي.
بیارغنیز انکشاف دومره پراخ شوی چې ان فکر يې نه کیده، په وروستي یو کال کې د وطن ګټو،اوکله ګوش سترو بندونو سروې ګانې بشپړې شوي او د شاهي کانال حیاتې ،اقتصادي او له اهمیته ډکې پروژې سروې جریان لري،د سراج تاریخي کلا چې د مهترلام په زړه کې پرته ده او لسیزو جګړو يې سینه غلبیل کړې وه دبیارغونې لپاره يې په عملي توګه کار جریان لري چې  په دووکلونو کې به بشپړه  او ورغول شي.
ددې ترڅنګ د ولایتي ادارې  په هڅو اوولس په ملاتړ په دغه ولایت کې دګڼو دولتي ادارو او ریاستونو لپاره د ودنیو جوړولو کار جریان لري، دسر پټې جمنازیوم کار نوې سلنه بشپړ شوي،د حرفوي زده کړو  مرکز پرانستل شوى چې اوس مهال پکې سل تنه بېلابېلې حرفي زده کوي، د ځوانانو عمري غوښتنې چې دکریکټ نړیوال میدان جوړول وه هم هڅې وشوې، په همدې میاشت کې  يې په عملي توګه د جوړیدو کار پيل شو،د برښنا شبکه لس زره کورونو  ته غځیدلي او ۹ زرو نورو ته د غځیدو په حال کې ده، دسل بستریز روغتون په ټپه ولاړ کار او تر پنځوسلنې زیات بشپړ شوي چې پاتې به يې هم په روان کال کې بشپړ او دغه ستر روغتیايي مرکز به په عملي توګه د لغمان او نورستان ولایتونو روغتیايي ستونزې حل کړي.یوشمېر ښوونځیوته د ودانیو  او ۲۵ نورو ته د احاطوي دیوالونو دجوړیدو چارې روانې دي،ښوونیزې ودې پراختیاموندلې او ددغه ولایت په مرکز اوولسوالیو کې د ګڼو ښوونځیو د ودانيو جوړونې، احاطې او بیارغونې کارونه دوام لري. دبابا صاحب تاریخي زیاته د غځیدلي سرک پخول چې درې ورځې وړاندې پيل شوي په راتلونکو درېو ورځو کې به بشپړ شي.
دغوره حکومتوالۍ دبنسټونو دپياوړتيا،خلکو ته د رغنده او شفافو خدماتو د ترسره کولو او په  بېلابېلو ادارو کې د ازادو سیالیو له لارې دځوانانو ټاکنې جریان لري. تر پنځو سوو زیات ځوانان چې میرمنې هم پکې شاملي دي د ازادو سیالیو له لارې په مرکز او ولسوالیو کې په ادارو کې په بېلابېلو بستونو ګومارل شوي او ترڅنګ يې په دغه ولایت کې د ځوانانو دعلمي سطحې د لوړاوې په موخه دلنکن ښوونیز مرکز هم پرانستل شوی چې د ادارې،کمپيوټر ،انګلیسی او انټر نیټ په برخوکې ځوانانو ته وړیا زده کړې ورکوي.
د دولتي ،غیر دولتي او نړیوالو موسسو پاملرنه دپخوا په پرتله دغه ولایت ته  په بېسارې توګه زیاته شوې،لغمان چې پخوا به ورته د موسساتو کارمندانو په مرمۍ ضد موټرو کې هم سفر نه ترسره کولو اوس يې په عملي توګه په دغه  ولایت کې خپل دفترونه پرانستې او خلکوته  بشري اواقتصاد رغونکي خدمات ترسره کوي، دهمدغو هلو ځلو او د باور فضا جوړونې په پایله کې یوازې په وروستي یو کال کې ددغه ولایت ۱۵ زره بې وزلې کورنۍ د خوراکي ،غیر خوراکي توکیو او نغدي مرستوڅخه برخمن شوي  او  په بېړنیو حالاتوکې دټولو سره  په وخت بشري مرسته ترسره شوي.
دولایتي اداري رهبري چې پراخ ولسي ملاتړ ورسره دى،په پرله پسې توګه یې ددې ولایت دمېشتو ولسونو د ستونزو دحل لپاره دمرکزي دولت ،اړوند سکتوري او امنیتي وزارتونو ، نړیوالو مرستندویه نهادونو او د دوستو هېوادونو دسفارتونو سره  په رسمي بڼه ټولې ستونزې یو په یو شریکې کړي او له تعقیب وروسته يې په ډیرو برخوکې دپام وړ لاسته راوړنې هم ترلاسه شوي دي.
د لومړي ځل لپاره دولسي غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ولایت مقام رهبري له لورې په ادارو کې په ډیر جدیت سره چې دمامورینو کسر معاش پکې حتمې دی په غیر حاضري بندیز لګیدلی ،هیڅوک نه شي کولی چې له کوم عذرپرته غیر حاضري وکړي او که له دې سره ،سره کوم دولتي  مامور دا غیر قانوني کړنه ترسره کوي،له مراجعینو سره ناوړه چلند کوي،په چاروکې بې ځایه ځنډ اوخنډ رامنځته کوي، له ځنډ پرته به يې ځای پر بل وړ کس ډک او له دندې به ګوښه شي.چې دې چارې دپخوا په پرتله  نوې سلنه د ولسي خدمتونو  په وړاندې کولواوترډیره ددولت او ولس ترمنځ د موجود واټن په راکمولو کې رغنده  رول لوبولی دی، خلک په دې خوښ دي چې په هیڅ دولتي اداره کې ددوی  چارې چې پخوا به په میاشتو ،میاشتو ځنډوي اوس نه ځنډیږي.
د ټولو هغو وروستیو پرمختګونو چې دخلکو په ژوند کې يې دیو نوي پسرلي باب پرانستی او ولسي مړاوې هېلې يې راژوندۍ کړي یادول به يې ډیر وخت ونیسي،له ټولو يې تېریږم او خپلې کلیمې په دې را ټولوم چې دنوې ولایتي رهبري په راتګ سره  په دې ولایت کې سوله ییزې هڅې هم دپخوا په پرتله څو برابره پراخې او چټکې شوي دي،په پرله پسې توګه ددې ولایت ددیني عالمانو، مخورو قومي مشرانو،دسیاسي ګوندونو استازواو دټولنې له مخورو سره ناستې او لیدنې ترسره شوي،ترڅودوی دخپل محبوبیت  او نفوذڅخه په استفادې په دې ولایت کې د سولې له روان بهیر سره مرسته وکړي او د ډاډمن امن په ټېنګښت کې ګټور ګاموته پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته