سیاست

د خبرو د بلې دورې لپاره د امريکا او طالبانو تيارى

کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :       
امريکا او د طالبانو ډله به په نږدې راتلوونکي د خپلوخبرو پل پړاو پيل کړي.
د طالبانو د ډلې يوه خبرحاى ويلي دي چې دغه ډله له امريکا سره د خبرو بل پړاو ته  چمتو کيږي .
امريکا او طالبانو تر اوسه پورې څلور ځلې خبرې اترې کړې دي.
د امريکا له استازو سره د خبرو اترو د بل پړاو د ترسره کولو لپاره د طالبانو د چمتو والي  خبر د رويټرز د خبري  آژانس له خوا خپور شوى دى .
رويټرز ويلي دي: طالبانو له امريکايي مقاماتو سره د خبرو لپاره يو هيئت موظف کړى دى.
ويل شوي دي چې د امريکا له استازو سره د طالبانو د خبرو د نوي پړاو اصلي محور به د دغې ډلې دبنديانو په خلاصون متمرکز وي چې د افغانستان دولت په جيلونوکې شپي سبا کوي.
معلومه نه ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو راتلوونکى پړاو به چيرته او په کومه کچه ترسره شي؟
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د قطر په دوحه کې د طالبانو د ډلې  ددفتر له مسوول سره کتلي دي .
طالبانو د افغانستان له دولت سره هر رازخبرې ردې کړې دي، خو له امريکا سره خبرو ته چمتو شوي دي  .
د افغانستان دولت ټينګار کوي چې د زمينو د برابرونکو په توګه د خبرو ميز ته د طالبانو د راوړلو لپاره د نورو هیوادونو د هلوځلو هرکلى کوي خو هر راز خبرې بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي.
امريکايي مقاماتو هم په خپل وار ويلي دي چې له طالبانو سره د دوى خبرې د افغانستان د دولت په همغږۍ ترسره شوې دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته