سیاست

د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي د هندوستان د ملي امنیت له سلاکا سره وکتل

٤٥- کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي اجیت دووال او ملګري پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د هندوستان سفیر ښاغلي رودراندرا تندن هم حضور درلود، د افغانستان او هندوستان ترمنځ د دوستانه او ستراتیژیکو روابطو د لا تحکیم، د سولې پروسې او په یاده پروسه کې د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته