کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٩ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د لبنان په پایتخت بیروت کې د ایران د سفارت پر وړاندې هغه پروني تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې ۲۲ تنه ووژل شول او شاوخوا۱۵۰ تنه نور ټپیان شول.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
حامدکرزي وویل: ترهګري نه پوله پیژني، نه هم دین او مذهب. تروریستان د خپلو شومو هدفونو د ترسره کولو لپاره چې هرځای وغواړي بریدونه ترسره کوي او انسانان وژني.
ده وویل: د نړۍ ټول هېوادونه باید د تروریزم پرخلاف خپل غږ اوچت کړي او د رښتینې همکارۍ له لارې د هغه د له منځه وړلو لپاره لاس په کارشي.
د افغانستان جمهوررئیس څرګنده کړه چې افغانانو له بل هرچا زیات د تروریزم له اړخه ستر زیانونه لیدلي دي. له همدې امله په دغو بریدونوکې د زیانمنو شویو کورنیو درد اوغم له بل هرچا زیات درک کولای شي. #