امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٢مه
پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول.
د٢٠٣ تندر قول اردو وياند فضل خدا ابراهيم باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د جګړو او د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهیر کې چې د ايتلاف د ځواکونو په ملاتړ د مقر، ګيرو او جغتو د ولسواليو او د غزني ښار په مربوطاتو کې ترسره شول؛ ووژل شول .
ده زياته کړه: په دغو پېښوکې ١٢تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى يو موټر له منځه یوړل شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته