امنیت

په هرات کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل- باختر دلړم دمياشتې ١٧
د هرات ولايت په ګران ولسوالۍ کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه .
يو ماين چې له لرې واټن څخه کنتروليده او د وسله والو طالبانو له خوا دګران ولسوالۍ د سنګرکلي د غلام فاروق جومات ته څېرمه په عمومي واټ کې په پوځي او ملکي وسايطو د بريد په مقصد ځاى پرځاى شوى و؛ د امن او د عامه نظم دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
دګران ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول وويل چې دغه ماين دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شو .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل چې امنيتي ځواکونو دهغه دعاملينو د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته