سیاست

محمد يونس قانوني دايران له سفير سره وکتل .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې  وروسته په کابل کې  دايران داسلامي جمهوريت له سفير او فوق العاده استازي محمد رضا  بهرامي سره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې دوستانه کتنه کې وويل چې په خپل ملي احساس سره دراى ورکولو صندوقونوته  دافغانستان  دخلکو پراخ ورتګ اوګډون وښودله چې دخپل هيوادترقي او ثبات  او دسولې هيله لري .
په دې کتنه کې دايران داسلامي جمهوريت سفير او فوق العاده استازي محمد رضا بهرامي وويل چې دنوي کال پيل د مبارکي پيل واو هيله لرم چې دافغانستان دخلکو برياليتوب فصل هم وي.
ده په افغانستان کې په برياليتوب سره دانتخاباتو د ترسره کيدو له امله دخوښۍدڅرګندولو  په ترڅ کې وويل دغه انتخابات له دې امله دمبارکي ځاى  لري  چې افغاني محوره و او ټولې چارې يې په خپله دافغانانو له خوا تنظيمې  شوې وي
دايران اسلامي جمهوريت  سفير يادونه وکړه  چې دانتخاباتو په بهير کې دافغانستان دخلکو پراخ ګډون ددغه هيواد خلکو ته يو ستر برياليتوب و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته