امنیت

ديوشپيتو وسايطو له ښيښو څخه تور فلمونه پاک شول.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
په کابل ښارکې دوسايطو له ښيښو څخه د تورو فلمونو پاکولو په دوام د يو شپيتو وسايطو له ښيښو څخه تور فلمونه پاک شول.
دکابل ګارنيزيون دقوماندانى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :دکابل ګارنيزيون ګرځنده ګزمو چې په ښارکې دغير مسولو وسله والو کسانو دتګ راتګ دمخنيوي په مقصد ګومارل شوي دي دپلټنې په وخت کې له نورو يو شپيتو وسايطو له ښيښو څخه يې تور فلمونه او نورو وسايل پاک کړل.
دغه راز پنځه پوځي او ملکي وسايط چې سندونه يې نه درلودل درې کلاشينکوفونه ،يوه مترولا مخابره ،دوسايطو آلارم،دوسايطو يو لمبر پليټ ،دکلاشينکوف يو دوربين ، اته پوځي يونيفورم له غير مسولو کسانو څخه راټول او دکابل ګارنيزيون موظف کميسيون ته يې سپارلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته