ټولنه

دمهاجرينو د چارو وزارت ويندوى: له پاکستان څخه دافغانانو ايستل يوه آوازه ده

کابل – باختر دغبرګولې دمياشتې ٦
د هيواد مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت ويندوى وايي چې له پاکستان څخه د څه ناڅه شلو زرو تنو مهاجرو افغانانو ايستل د يوې آوازې په حدودوکې دى.
ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې پاکستان ښايي شل زره تنه افغان مهاجرين له دغه هيواد څخه وباسي . خو د مهاجرينو د رستنولو د چارو وزارت ويندوى اسلام الدين جرأت دغه مسئله د يوې آوازې په حدکې وباله او د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دپاکستان پايتخت اسلام آباد ته څېرمه د افغان مهاجرينو له کمپ څخه دڅه ناڅه شلو زرو تنو مهاجرينو ايستل يوه آوازه ده.
ده وويل: کله چې پاکستان هوايي ډګر، سړک او يا کوم بل ځاى بيارغاوي؛ په دغه هيوادکې ميشتو افغان مهاجرينو ته خبرورکوي چې له هغې سيمې څخه ووځي او بل ځاى ته لاړشي او يا خپل هيوادته لاړشي.
ده په دې باب د افغانستان، پاکستان او د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ څلورو غونډو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د مهاجرينو ستنيدل داوطلبانه دي .
اوس يو مليونو شپږ سوه زره تنه افغان مهاجرين په ثبت شوي ډول او يو مليون افغان مهاجرين له ميشت پرته په پاکستان کې ژوندکوي.
داپه داسې حال کې چې د  پاکستان د پرمختيا مرکزي ادارې ويلي دي چې ښايي د پاکستان اسلام آباد ښارته څېرمه په زرګونه تنه مهاجرين وايستل شي.
په همدې حال کې د باختر آژانس خبريال له پرله پسې اړيکو سره سره ونه شو کړاى په دې برخه کې د بهرنيو د راستنولو چارو د وزارت نظر او د هغو د ترسره شويو اقداماتو په باب معلومات ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته