کابل باختر دمرغومي شلمه .
په لوګر کې کابو زرو تنو کوچيانو پرون ددوى پرمخ دخوست داتو مواصلاتي لارو دتړل کيدو پرخلاف داعتراض په توګه غونډه وکړه .
دلوګر دکوچيانو يوه قومي مشر ګل اغا دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې له پنځلسو ورځو راپديخوا دخوست ولايت د لنډيز ، تريزي ، لندر ، توراوبو ، لکڼ ، تبې او دعلي شيرواوسيدونکو په دغه ولايت کې ددوى او کوچيانو ترمنځ د ځمکې پرسر دستونزې له امله اته دولتي مواصلاتي لارې دکوچيانو پرمخ تړلي دي . چې آن نه شي کولى خپل ناروغان وليږدوي .
دکوچيانو دوه تنه استازي ګل محمد او دادګل ادعاکوي دهغې ځمکې چې په خوست کې ددوى او ددغو سيمو داوسيدونکو ترمنځ دعوا ده ، شرعي سندونه په لاس کې لري . خو مقابل لورى يې له زور زياتي څخه کار اخلي او آن دښځو ، سپين ږيرو ، ماشومانو او ناروغانو پرمخ يې مواصلاتي لارې تړلي دي .
دوى له دولت څخه وغوښتل که چيرې په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ستونزه حل نه کړي له تاوتريخوالي څخه په ډکو مظاهرو لاس پورې کوي .
دخوست والي حکم خان حبيبي باختراژانس ته وويل چې دغه ستونزې به په اساسي ډول حل کړي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل