کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
اتلس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې د کوماندو د ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو ډاراچوونکو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د امام صاحب ولسوالۍ او د کندز ښار په مربوطاتوکې دکوماندو دځواکونوله خوا بريدونه شوي دي .
په کندز ولايت کې د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې اتلس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې درې پټنځي د هغوى د جنګي وسايلو له يوې ډيپو سره دړې وړې شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل