سیاست

جمهور رئیس غني د مشورتي کتنو په لړ کې د حراست او ثبات شورا له مشرتابه سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د کتنو په لړ کې د حراست او ثبات شورا له مشرتابه استاد عبدرب الرسول سیاف، د ولسي جرګې له رئیس عبدالروف ابراهیمي، د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلمیار، محمد یونس قانوني، محمد عمر داودزي، عبدالهادي ارغندیوال، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، ډاکټر زلمي رسول او صادق مدبر سره د هېواد د عمومي وضعیت او نړیوالو فرصتونو په اړه چې افغانستان یې لا هم  په محراق کې قرار لري، مشورتي ناسته لرله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د چارود ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري  هم حضور درلود.
جمهور رئیس هغوی ته د هرکلى پرمهال د وارسا ناستې ته د دولت د اقداماتو او د دغواقداماتوپه پایله کې د وارسا ناستې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل. هغه د هېواد له سیاسي قشر او ملي اجماع څخه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ ملاتړ له امله مننه وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ زیات کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان نړیوالو همکارانو او متحدینو د ملي یووالي حکومت د هڅو او کارونو په پایله کې د افغانستان حقانیت  درک کړی او له همدې امله ټولو په یوه غږ په وارسا ناسته کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، سمبالولو او روزنې په موخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلام او له افغانستان سره يې د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړې.
محمد اشرف غني وویل، په وارسا ناسته کې له افغانستان سره د نړیوالو هېوادونو ملاتړ د سیمې لپاره دا واضح سیاسي پیغام درلود چې نړۍ د افغانستان د برحقه دریځ ملاتړ کوي او تر منځمهاله مودې پورې به د ترهګري ضد ګډه مبارزه کې د افغانستان تر څنګ واوسي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، باعزته او پایداره سوله زموږ اساسي موخه او د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او په دې برخه کې موږ تېر کال ډېرې هلې ځلې وکړې، خو هغوی د سولې پرځای د جګړې لاره غوره کړه. هغه زیاته کړه، طالبانو ته  زموږ پیغام دادی چې موږ د سولې لپاره له قوي موقف څخه خبرې کوو او وایوو چې د جګړې پرځای دې د سولې او مذاکرې لاره غوره کړي، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه څوک په زور او جنګ نشي ماتولی.
جمهور رئیس غني وویل، تېر کال زما او د حکومت ټوله توجه د هېواد دفاع او د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو بنسټونو پیاوړتیا ته ځانګړې وه. موږ به د نظام او ملي اجماع په چوکاټ کې د هېواد له ملي شخصیتونو او بنسټونو سره  له سیمې سره د اړیکو او مناسباتو، ښې حکومتوالۍاو نورو مهمو موضوعاتو په هکله دغه وړ مشورتي ناستې جوړې کړو.  
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهور رئیس د خبرو په تائید وویل، د افغانستان خلکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او دولت نړۍ ته دا ثابته کړه، چې د خپل هېواد د دفاع او ابادۍ تینګه اراده او عزم لري او په ټول قوت او وحدت کوښښ کوي چې  خپلې دغې موخې ته  ورسېږي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د دیموکراتیکو اصولو په اساس بېلابېل حزبونه، جوړښتونه، بنسټونه او د نظر اختلافات موجود دي، خو د دې ټولو باوجود د ملي مسایلو په اړه د ټولو خواو تر منځ اجماع او د نظر وحدت موجود دی او دغه اجماع باید نوره هم پیاوړې شي.
د حراست او ثبات شورا په مشرۍ استاد عبدرب الرسول سیاف له حکومت څخه مننه وکړه، چې  د ملي مسایلو په اړه بحث او اجماع ته یې زمینه برابره کړه او د دغو مشورتي ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
هغه وویل د نظام پیاوړتیا د حراست او ثبات ټولنې له اساسي موخو څخه دي، ځکه د افغانستان خلک د پیاوړي نظام غوښتونکي دي. هغه زیاته کړه، زموږ خلک  د کمزوري نظام او یا له نظام پرته د ژوند کولو او سختیو ګاللو تحمل نه لري. 
استاد سیاف وویل، حراست او ثبات شورا حاضره ده چې د انتخاباتو، د هېواد د دفاع، له سیمې سره د مناسباتو د پراختیا، د اساسي قانون د لویې جرګې او نورو مهمو ملي مسایلو په اړه حکومت ته مشورې ورکړي.
محمد یونس قانوني له جمهور رئیس څخه د دغې غونډې او له دې امله مننه وکړه چې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکۍ په موخه د استاد سیاف کورته ورغی. هغه وویل د ملي مسایلو په حوزه کې چې د ټولو مشترکه حوزه ده دحکومت ملاتړي یوو. هغه زیاته کړه، د حراست او ثبات شورا موخه اصلاحات او د ملي ګټو ساتل دي.
جمهور رئیس غني یو ځل بیا د حراست او ثبات شورا له مشرتابه څخه دغې مشورتي ناستې ته د راتګ له امله مننه وکړه اووې ویل، حکومت د انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او په همدې موخه دوه جلا کمېټې د امنیتي او مالي مسایلو د تامین په موخه جوړې شوې دي. ۱۰ میلیونه ډالره د دولت له بودجې څخه نغد ورکړل شوي او ۲۱ میلیونه ډالره د خدماتو لپاره تشخیص شوي دي، چې په راتلونکو مشورتي ناستو کې به په دې اړه او د سیمې د مناسباتو په اړه  بحث وکړو. هغه ټینګار وکړ چې د هېواد  د ملي مسایلو او تصامیمو په هکله به دغه وړ مشورتي ناستې ادامه او منظم جریان ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته