ورزش

شاهين آسمايي دافغانستان دغوره ليک ددويمې دورې اتل شو

کابل باختر د تلې  ١٩ :
دشاهين آسمايي دفوټبال ټيم دافغانستان دغوره ليک دسياليو اتل شو.
دغه ټيم په پاى لوبه کې چې نن په کابل کې وشوه وکولاى شول ديوې په مقابل کې په دريو سره دسيمرغ البرز ټيم ته ماتې ورکړه  او دغوره ليک سياليو په دويمه دوره کې اتل شو.
حشمت الله بارکزي دوه  ګوله  او محمدآزاد يو ګول  دشاهين آسمايي په ګټه ووهل  او دسيمرغ البرز يواځينې   ګول اميد وواهه.
دشاهين آسمايي دفوټبال ټيم په يوې په  زړه پورې اومنسجمې اويرغليزې لوبې  په ترسره کولو سره په توپ او ډګر واکمنې درلوده .
لوبه په قانوني وخت کې کې ديوې په مقابل کې په يوې سره برابره پاى ته ورسيده او حشمت الله بارکزي په دويمه نيمايي کي يو پنالتي له لاسه ورکړي و   يوځل بيا د ګول په وهلو سره بريالي شو ، دلوبې په دوام محمدآزاد هم يوبل ګول وواهه  چې داتلوالۍ مقام ته درسيدولپاره  دخپل ټيم هيله زياته کړه .
دغو دوو ټيمونو دطوفان هريرود ، دميوند اتلان  او دسپين غربازانو ټيمونو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره وموندله .
په دې ډول دسيمرغ البرز ددغې ماتې په خوړلو سره  اودطوفان هريرود ټيم دصفر په وړاندې  په څلوروس ره دعقابان هندوکش ټيم ته په ماتي ورکولو سره دريم مقام وګاټه.
دغه ټيم دافغانستان دفوټبال دغوره ليک دسياليو په لومړۍ دوره  کې داتلوالي مقام ګټلى و.
په دې  سياليو کې حشمت الله بارکزي اوحميدالله کريمي چې دشاهين آسمايي او دطوفان هريرود د ټيمونو غړي دي او هريو داووه اووه ګولونو په وهلو سره  په ګډه دګول ښاغلي شول.
دافغانستان  دغوره ليک سيالۍ  دهيواد  داتو غوره ټيمونو ترمنځ ترسره شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته