سیاست

تبصره :

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٩ :
دانتخاباتو دبهير په  اوږدوالي سره   دسليقوي ، شخصي   او ګروهي ستونزو په ګډون  بيلابيلې ستونزې  دغه بهير ګواښوي  او که چيرې دانتخاباتي ټيمونو اودانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين په دې نسبت له زيات دقت او تحرک  څخه کار وانخلي نشو کولاى  دخلکو هيلې  پاى ته رسيدلې وبولو.
دباخترآ ژانس مبصر ليکي  :
تيرماښام دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون په ودانۍ کې   فزيکي نښته وشوه.
سره له دې  چې  دا نه ده په ډاګه شوې   چې  کومو اړخونو او ډلو په خپلو کې نښتې کړې دي.  خو داصلاحاتو اوهمغږۍ انتخاباتي ټيم ادعا کوي  چې په کتوونکو يې  بريد شوى دى  او يوشمير يې ټپيان شوي دي.
په داسې حال کې چې دبدلون او دوام دټيم انتخاباتي ډله  په دې نښته کې لاس لرل ردوي  او وايي   چې نښته دکميسيون ديو اجير کارکوونکي او داصلاحاتو او همغږۍ ټيم دکتوونکو ترمنځ شوې ده  .
فزيکي نښته او هغه هم دانتخاباتو دخپلـــــواک  کميسيون  په   ودانۍ کــې  چې 
دانتخاباتوپه بهيرکې يو اجرائيوي بنسټ دى   کيداى شي دپوښتنې وړ وي او داکار ثابتوي چې دانتخاباتو دبهير مديريت له جدي ستونزو سره مخامخ دى  او  انتخاباتي ډلو هم   ونه کړاى شول دخپلو کتوونکو ترمنځ  انظباطي موارد په مطلوب ډول اداره کړي .
هغه څه چې تيره شپه  رامنځته شول  دهغو دردونکو او زړه بوږنونکو پيښو تکرار دى  چې موږ په  څو تيرو ورځو کې  په وار وار دهغو شاهدان يو .
په دغه شان يو نازک حالت کې   نه شو کولاى  دانتخاباتو په بهير  په تور لګولو ، نيوکې  اويا   په تحريم او وتلو  په ګواښ بسوالى وکړو.
هير نه کړو چې دانتخاباتو بهير يو ملي بهېر دى  چې بايد ټاکلي هدف ته ورسيږي اصلي هدف ته ددغه بهير  لارښوونه  ، په لومړي ګام کې دانتخاباتو په خپلواک  کميسيون او په دوو انتخاباتي ټيمونو پورې اړه پيداکوي .  هغوى ته په کار دي چې دچارو داجرا کولو په وخت کې دانتخاباتو دبهير اصولي موازين ،. اداري اخلاق او عزت په پام کې ونيسي   او په جدي توګه  دهغو کسانو استخدام ته متوجه و اوسي  چې  په زړه سواند ، وګړني  اوهېوادني ډول دچارو په ترسره کولو  ژمن دي او دمغرضو ، تړلو او محرکو کسانو دشتون مخه ونيسي .
دغه راز امنيتي بنسټونو ته پکار دي چې  دهغو پټو لاسونو په پيژندنه کې  چې ددغه ملي بهير دګډوډولو په  لټه کې دي زيات دقت  وکړي اوله هغو کسانو څخه دتحقيق بهير  چې  په وروستيو له تاوتريخوالي ډکو او اخلال پيداکوونکو قضيو کې لاس لري جدي وبولي  او عاملين يې عدلي اوقضايي بنسټونو ته ور وپيژني  اوڅيرې يې ، له ناوړو  نيتونوسره يې درسنيو له لارې  بربنډې کړي.
له دې پرته به  دتيرې شپې دپيښې په شان قضيې په وار وار  دانتخاباتو په  کميسيون کې تکرار شي   او يوملي بهير به دڅو تنو لنډپارو  دهوس او سليقې قرباني شي  چې  ناوړې پايلې  اودمسووليت پيټى به يې  دانتخاباتو کميسيون  او انتخاباتي ډلو ته متوجه وي .
دغه راز دغه درې واړه بنسټونه دې بايد په پام کې ولري  چې  دانتخاباتو دبهير اوږدوالى به اوسنۍ ستونزې  جدي کړي  او په دغه بهير دبهرنۍ لاسوهنې سبب  به شي . ښه به  وي  چې دوى  له يوبل سره په  همکارۍ کې  ددغه بهير په لنډولو اقدام وکړي چې  دنورو دلاسوهنې زمينه  له منځته لاړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته