امنیت

په ننګرهار کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دداعشيانو او طالبانو طرحه ناکامه شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دداعش او دوسله والو طالبانو په ډلو پورې اړوندو غړو دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې په لارو اوسړکونوکې ماينونه ښخ کړي و چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په مرسته کشف اوشنډ کړى شول .
لومړى امنيتي مامورينو درې ماينونه داچين او کوټ  د ولسواليو په لاره کې کشف اوشنډ کړل .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ماينونه تيره شپه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ،دملي اردو ځواکونه دننګرهار ولايت د دربابا او روداتو په ولسواليو کې دڅه ناڅه دوو چاودنو په مخنيوي بريالي شوي دي .
درارسيدلوخبرونو له مخې داعشيانو څه ناڅه درې ماينونه ددغو دوو  ولسواليو په لارو او سړکونو کې ښخ کړي و .
دننګرهار دوالي وياند وايي چې وسله والوطالبانو او داعشيانو غوښتل چې ددغه ولايت په ځينو سيموکې دملکي وګړوپه وړاندې يولړ چاودنې ترسره کړي  خو بريالي نه شول .
په همدې حال کې په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې په شپږو  جلا جلا پيښو کې شپږ تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دماينونو دښخولو په وخت کې دپوځيانو د ډزو له امله وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته