خبرونهټولنهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د خوراکي توکو بيې ټيټې شوې، خو د بيو ثابت ساتلو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده

 تبصره، کابل، د تلې١٠ مه، باختر

د خوراکي توکو د بيو کمښت يو ښه  خبر دى خو د بيو د ثابت ساتلو لپاره بايد زيات پروګرامونه جوړشي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د افغانستان اسلامي امارت وياند وايي “د خوراکي او سون توکو بيې زياتې ټيټې شوې دي.”

په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیې د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو را ټیټې شوې دي، چې د هېوادالو لپاره یو ښه خبر دی.

د اسلامي امارت د بيا برياليتوب په لومړۍ ورځ هېواد ته د خوراکي او سون توکو واردات د ځينو دلايلو له امله کم شول، چې عمده دليل يي د هېواد د بانکي سيستم ګډوډېدل و او دغه راز د افغانستان اسعاري شتمنيو کنګل کېدل د دې سبب شول، چې د افغانستان بانکي اعتبار زيات کم شي. په داسې حال کې چې پولي راکړه ورکړه په اوسنۍ پيړۍ کې زياتره د بانکونو له لارې ترسره کېږي او د اسعاري زېرمو تړل کېدل دغه امکانات له افغانستان څخه واخيستل.

له روسيې څخه د لومړنيو توکو پېرودلو لپاره د حکومتي بنسټونو د پروګرامونو جوړول  د لومړنيو توکو د بيو په کمښت کې رول درلود، حکومتي بنسټونو وروسته دغه بهير له ايران، قزاقستان او ترکمنستان سره د قراردادونو په لاسليک کولو سره دوام ورکړ.

له دغو څلورو هېوادونو سره د قراردادونو لاسليکول چې د خوراکي او نفتي توکو توليد له پلوه په لوړه کچه کې دي او له جغرافيايي پلوه افغانستان ته نږدې دي لوړ ارزښت لري.

اوس په افغانستان کې د خوراکي او نفتي توکو بيې له ګاونډيو هېوادونو څخه ډېرې ټيټې دي او په همدې حال کې د مرکزي بانک له خوا د بهرنيو اسعارو ثابت ساتل د لومړنيو توکو د بيو په کمښت کې مهم رول لري.

د اسلامي امارت دغه اقدامات د ستاينې وړ دي خو د کار پاى نه دى.

هېره دې نه وي چې د بهرنيو اسعارو بيه  تل د بدلون په حال کې ده او له بله پلوه پټ او ښکاره لاسونه د افغانستان څخه د خوراکي او نفتي توکو د احتکار او قاچاقو په تېره بيا د جنوبي پولو  په لور فعال دي، بايد اسلامي امارت د لومړنيو توکو د بيو په کمښت سره د خپلو ستراتيژيکي زېرمو د جوړولو او ډکولو په فکر کې هم وي چې په سختو ورځو کې ور څخه استفاده وشي او د دې ترڅنګ بايد د خوراکي او نفتي توکو د واردولو لپاره بديل بازار هم په پام کې ونیسي.

دغه راز لازمه ده د هېواد ديپلوماسي دستګاه پر افغانستان د لګولو شويو بنديزونو د لرې کولو او د هېواد اسعاري زېرمو د آزادولو لپاره مثبت ګامونه واخلي چې دا کار په هېواد کې  د بانکي فعاليتونو د بيا احيا کولو لپاره اړین دي او د هېواد بانکونو ته اعتبار ورکوي.

په داسې حال کې چې د اسعاري زېرمو تړل پاتې کېدل به بانکي فعاليتونه ګډوډ وساتي او دا کار به د يوې ګټورې سوداګرۍ د دوام لپاره زيات خنډونه رامنځته کړي او سترې پانګونې به ټکنۍ کړي.

د هېواد وګړي او رسني باید خپل غږ پورته کړي تر څو پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

دغه بنديزونه قانوني او حقوقي اړخ نه لري او دوام يې د افغانستان پر خلکو د فشار له زياتولو پرته بله پايله نه لري.

له متخصصو ځواکونو په استفادې او له نړيوالې ټولنې سره په مثبت تعامل سره بايد د انساني او اقتصادي مخ په زياتيدونکي بحران د حل کولو لپاره اساسي ګامونه واخلي.

په داخلي بعد کې لازمه ده چې حکومتي بنسټوڼه مناسبې لارې چارې غوره کړي، چې نور ګټه غوښتونکي په احتکار او قانون ماتونې سره خلک يرغمل نه کړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا