اقتصاد

په فراه ولایت کې د نوي کانال د کېندنې او د اوبو بندد جوړولو په ګډون د ۱۷ تدارکاتي مواردو منظوري

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې ۱۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون دڅه دپاسه ۲،۳۵ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۷ مورده منظور کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د یو قلم وچې ډوډۍ د برابرولو او تدارک قرارداد پر پروژې د بحث پرمهال جمهوررئیس غني یو ځل بیا د اټکلي بیې په ټاکلو کې پر دقت ټینګار وکړ او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ته یې د اټکلي بیې د معیاري کولو په خاطر دنده وسپارله چې د مالیې، اقتصاداود صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ملي تدارکاتو ادارې او د خصوصي سکتورله استازو سره په همغږۍ دې د اټکلي بیې طرزالعمل په دوو میاشتو کې جوړ او کمېسیون ته وړاندې کړي.
خو د انرژۍ اواوبوپه وزارت پورې اړوند د ارچي کانال او کوکچې د اوبو لګولو برخې د بیارغاونې پروژې قرارداد ملي تدارکاتو کمېسیون بېرته وروګرځاوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د کابل، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو د مرمر ډبرو د ګټې اخیستنې قراردادونو د وضعیت د ارزولو راپور کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون یې دوه برخې منظورکړې.  
د بهرنیو چارو وزارت اړوند په امریکا متحدو ایالاتو کې د افغانستان سفارت د احاطې دېوال پروژې د اړینې بودجې د بېړني لېږد او د پروژې د اجراء د واک د ورکړې د منظورۍ وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
پر دې سربېره د سرغړونکى داوطلب او قراردادي د محرومیت د طرزالعمل د تعدیل د منظورۍ په اړه د ملي تدارکاتو ادارې یاداښت ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو او تاسیساتو د ساتنې او مراقبت قراردادونو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق هم وارزول شو او مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان له برېښنا شرکت سره دې په همغږۍ د دغه وزارت ټول قطعات او جز وتامونه د واضح  پروګرام پر بنسټ وارزول شي او د برېښنا له ملي شبکې سره دې وصل شي.
د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ د پروژې په اړه د بنایي ریاست راپور او د بنایي تصدۍ له لوري د صکوکو مطبعې د نوې ودانۍ د پروژې لپاره د لس سلنه (۱۰٪) تخفیف په اړه د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې یادښت په خاطر د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې تحقق هم دملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.
په همدې حال کې د هېواد په ۲۶ ګمرکي سايټونو کې د سیکوډا چارو د پرمخبېولو لپاره د انټرنټي خدمتونو پروژې د تعدیل (د مودې تمدید او د بیې لوړوالي) د منظورۍ وړاندیز د وروستي ځل لپاره د درېو میاشتو لپاره منظور شو.
په عین حال کې د مالیې وزارت اړوند DLA PIPER شرکت سره د مشورتي خدمتونو (حقوقي خدمتونو) د پروژې د تړون د تعدیل د منظورۍ غوښتنه منظور شوه.
دغه راز، کمېسیون له هراړخیزو بحثونو وروسته د افغانستان شبکه یي کوډ لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د ظرفیت لوړولو قرارداد د سندونو پر بشپړېدو او په دې برخه کې د عمل پلان د ترتیبولو په شرط، تائید کړ.#
پاى-فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته