امنیت

يوه ميرمن او ميړه ووژل شول

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
يو سړى  له خپلې ايرانۍ ميرمنې سره  د ورورنو له خوا يې په  جوزجان ولايت
کې  ووژل شو.
ددغې ميرمني  او ميړه مړي تيرماښام دپوليسو لاسته ورغلل .
دپوليسو يو خبرځاى وايي  دغه ميرمن او ميړه چې درې ورځې مخکې وژل شوي  وو ، مړي يې په دوو  جلا جلا څاه ګانو کې ترلاسه شوي دي .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني باخترآژانس ته وويل :
شپږويشت کلنه ايرانۍ ميرمن عاطفه   له ميړه سره يې  دخپلو دوو ليورونوله خوا دچړې په  ګوزارونو سره وژل شوې ده .
خبرځاى زياته کړه چې ددغي پيښې  په اړوند ددغه سړي دوه ورونه نيول شوي دي او په لومړنيو تحقيقاتو کې  يې په خپل جرم  اعتراف کړى دى او ويلي يې دي  چې ورور  يې   ددوى دمور  دځورونې سبب کيده  او ښځې يې په اخلاقي فساد کې لاس درلود .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجناييي جرمونو دکشف آمر  دنيولو شويو تورنو کسانو له خولي وايي  چې دغې ميرمنې په ايران کې   ددوى له ورور سره واده کړى و اوله دوو کلونو را په دې خوا يې په  جوزجان کې  ژوند کاوه او له دوى څخه  دوه څلور کلن او دوه کلن ماشومان پاتي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته