سیاست

د ټولو وزارتونو د مرستیالانو په ګډون په اجرائيه ریاست کې خبرې وشوې

کابل- باختر- د مرغومې دمیاشتې ۲۲مه
دغه ناسته چې نن د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې د ملی یووالي د حکومت د وزیرانو شورا د دارالانشا د رئس ډاکټر بریالی ارسلايي په مشرۍ جوړه شوې وه د ملي یووالي دحکومت په یو شمېر مهمو ټکو خبرې وشوې.
  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجينیر محمد خان چې د دغه ورکشاپ د پرانیستې لپاره وینا وکړه او د ملي يووالی حکومت په تېرو لاسته راوړنو او ستونزو يې خبرې وکړې، لومړي مرستيال د ملی یووالي حکومت تر ډېره بریالی وباله ده د ټاپي پروژې پرانیستې، د سلما د بند د کار پیل او په WTO نړيوال سوداګريز سازمان کې د افغانستان غړیتوب ته په اشارې سره و ويل چې د ملي یووالی حکومت به هڅه وکړی چې شته ستونزو ته هم د پای ټکی کېږدي.
انجينیر محمد خان د هېواد وروستۍ ناامنۍ د سیمې د استخباراتی کړیو دسیسې وګڼلې او زیاته يې کړه چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه اوس پوره وړتيا لري چې د دښمنانو دغه راز دسیسې شنډې کړي او د خپل ولس لپاره یوه سوله اېزه فضا برابره کړې.
لومړي مرستیال د وزګارتيا ستونزه د ملي یووالي دحکومت له لویو ننګونو څخه وګڼله او ويې ویل چې تر راتلونکي یو کال پورې به دغه ستونزه په بشپړه توګه له مینځه لاړه شي، نوموړی تېرو پروژو ته په اشارې سره و ویل چې راتلونکې پروژې باید داسې طرحه شي چې ګټه يې ډېره او د ولس اړتيا ورته زیاته وي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال د ماليي وزارت هغه راپور ته اشاره وکړه چې تېر کال د ملي یووالي حکومت ډېری وزارتونو خپله بودیجه له پلان سره سمه لګولې ده . ده دغه ورکشاپ ته په خطاب کې چې اکثر په کې د وزارتو مرستیالانو ګډون کړی و ویل تاسو د دولت غوښنه برخه تشکیلوئ او باید له هر راز قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو څخه ډه ډه وکړئ او د دولت ټولې چارې د ملي ګټو پربنسټ پرمخ بوځئ.
لومړي مرستيال د انتخاباتو په کمېسونونو کې د بدلون ټکي ته اشاره وکړه او تېرې ټاکنې یې له ننګونو ډکې وبللې او ويې ویل چې په ټاکنیزو کمېسونونو کې بدلون د واک د تداوم په خاطر نه بلکې ولس ته د هغه بایللي اعتبار د بېرته ستنېدو په خاطر ترسره کېږي چې د ټاکنو په کمېسونونو یې بایللی دی.
د اجرائيه ریاست لپاره راتلونکي لومړيتوبونه به په دریو برخو لنډ مهاله پلان (۱۳۹۵)، منځمهال پلان (۱۳۹۵ــ ۱۳۹۸) او اوږدمهاله پلان (۱۳۹۸ــ ۱۴۰۰) کې راغونډ کړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته