
کابل، د کب ٢٢مه، باختر
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ریاست له ښوونیز مرکز کې ۱۲۵ تنه د انګليسي ژبې او کمپیوټر برخو کې له زده کړو وروسته فارغ شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مدیر مولوي سبحان الله عزام فارغ شويو کسانو ته مبارکي وركړه او ويې ویل، چې که چېرې له نړۍ سره سیالي کول غواړئ باید په دیني او عصري علومو کې زیاتې هڅې وکړئ.
ورته مهال د فارغ شويو کسانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې هېواد ته به خدمت کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال هم په دغه ښوونیز مرکز کې شاوخوا ٦٠٠ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
لمر