
کابل، د وږي ۲۰مه، باختر
د خوست ولايت اړوند صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ مکتب بازار مرکزي لېسه کې د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ د ځوانانو د کتاب لوستنې او مطالعې ته د هڅونې په پار يو کتابتون پرانیستل شو.
د یاد کتابتون د پرانیستلو پرمهال د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي سبحان الله عزام وویل، چې د اسلامي امارت په خپل ټول توان او شته امکاناتو په درلودلو سره هڅه کوي چې ځوانان د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي.
مولوي عزام همدا راز د عصري زده کړو ترڅنګ د ديني علومو په زده کړې ټينګار وکړ.