-کابل /دغبرګولى ١٨مه /باختر:
دلوګر دکرنې اواوبو لګولو رياست ددغه ولايت په مرکز اواړوندوولسواليو کې د سويابينو پنځلس نمايشي قطعې جوړوي .
هره نمايشي قطعه په يوه جريبه ځمکه کې جوړېږي .
دلوګر دکرنې او اوبو لګولو درياست مسوولين وايي چې ددغو نمايشي قطعو دجوړولو لپاره په پنځلسو بزګرانو دسويابينو تخم او کيمياوي سره ويشلې ده .
او دغو بزګرانو ته دسويابينو د کرکيلې دلارو چارواو دهغه دغذايي ارزښت په باب معلومات هم ورکړ شوي دي .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ