ټولنه

دمعاشونو دنه ورکولو له امله دمعلولينواعتراض .

کابل باختر د ليندۍ  اتلسمه :
په فارياب ولايت کې په سلګونوتنو معلولينو او دشهيدانو پاتې کسانو پرون دوالي  ددفتر په وړاندې په  راټوليدو سره دخپلو معاشونو داجرا کولو غوښتنه وکړه .
دغوکسانو دحکومت اودفارياب ولايت دکار ،ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست دکارکوونکو په کړو  وړو د انتقاد په ترڅ کې په هغوى دبډې اخيستلو او خپلوي پالنو  تور ولګاوه .
يوه ميرمن  چې خپل ميړه يې  ددغه ولايت په مربوطاتو کې دطالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې له لاسه ورکړى دى په ژړا سره وايي له يوه کال  راپديخوا يې دخپل ميړه دشهادت معاش نه دى اخيستى او له خپلو اتو ماشومانو سره په دې ژمې کې له جدي ستونزو سره مخامخه يم .
يو معلول زمان الدين چې دقيصار ولسوالۍ اوسيدونکى دى وايي څه ناڅه لس مياشتې کيږي چې معاش مې نه دى اخيستى او زما ماشومان وږي دي .
دى وايي: هغه کسان چې واسطه لري  خپل معاش او نور امتيازات اخلي خو له ما سره څوک مرسته نه کوي .
اعتراض کوونکي وايي دبانک کارتونه هم لري او ددوى دمعاشونو دنه اجرا کولو په خاطر کومه پلمه نشته خو دکار او ټولنيزو چارو رياست پلمه کوي .
  دفارياب والي سيد انور رحمتي باختراژانس ته وويل :ددغه ولايت ديوزرو دوه سوه تنو معلولينو او دشهيدانو دوارثانو له جملې څخه اووه زره  تنه يې له نهو مياشتو راپديخوا معاش نه دى اخيستى .
ده چې څه  موده مخکې  دفارياب  دوالي په توګه په کار پيل کړى دى وويل:  په دغه رياست کې فشار نه  ردوي او دمعلولينو او د شهيدانو دکورنيو معاشونه دکار او ټولنيزو چارو رياست  او دعزيزي بانک ترمنځ  دنه همغږۍ له امله نه دى ورکړ شوى .
خو ده ډاډ ورکړ چې ډير ژر  به داعتراض کوونکو غوښتنې وڅيړل شي.
له پرله پسې اړيکو سره سره مو ونه کړاي شول  دمعلولينو اودشهيدانو دکورنيو دادعا په باب  ددغه ولايت دکار او ټولنيزو چارو درييس کريمي  بيهقي ځوابونه ترلاسه کړو 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته