خبرونهټولنه

د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۴ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لړم ۷ مه، باختر
په خوست کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو ۴ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د خوست د کلیو پراختیا ریاست رئیس مولوي عنایت الرحمن وايي چې نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د شمال ميرګوړي، جنوب ميرګوړي ، شمال سپرکي او جنوب سپرکي د څلور کليو د ۳۹۰ کورنيو لپاره د سره صليب ( ICRC ) ادارې په مرسته د ۱۰۶۴۹۹۱۱ افغانيو په لګښت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر نظارت لاندې د پاکو اوبو ۴ شبکې تر بشپړيدو وروسته نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه زیاته کړه يادې پروژې چې دوې يې سولري او پاتې دوې یې د چينو څخه د پايپونو د راغځولو پر مټ بشپړې شوي، ۴ کانګريټي زېرمې لري چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا