کابلباختردسرطان اوله
دوسله والو طالبانو دډلې يو سيمه ييز قوماندان تيره شپه له پنځو تنو افرادو سره يې د قندهارولايت په غورک ولسوالۍ کې ووژل شو اودرې تنه نور طالبان ټپيان شول .
دقندهارد والي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دډلې سيمه ييز قوماندان ملا ذکريا له پنځو تنو افرادو سره يې دغورک ولسوالۍ په جن اباد سا حه کې دپو ليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
په دې جګړه کې درې تنه نور طالبان ټپيان شول.
فيصل زياته کړه چې قوماندان ذکريا په غورک ولسوالۍ کې په زياترو ورانکاروبريدونو کې ونډه لرله او زياتره تروريستي بريدونه يې طرحه کول.
ديادونې وړ ده چې په دې نښته کې دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ