امنیت

په نيمروز کې اووه ويشت کيلوګرامه اپين کشف او ضبط شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
اووه ويشت کيلوګرامه اپين دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو دمنسوبينو له خوا کشف او ضبط شول.
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مدير سمونمل پرويز دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نشه يي توکي تير ماښام دزرنج ښار د دوغ آباد په سيمه کې په يوه سراچه ډوله موټر کې دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ د اوپراتيفي عملياتو په بهير کې کشف او ضبط کړاى شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته