فرهنګ

د باميانو او د عينکو مسو د کان د تاريخي آبداتو په باب خبرې وشوې

کابل باختر د وري  اووه ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې د يونسکو د فرهنګي برخې له مسوول سره په کتنه کې د باميانو  او د عينکو مس د کان د تاريخي آبداتو په اړوند د پروګرامونوپه باب خبرې وکړې. 
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ او ښار جوړولو د ووزارتونو او يونسکو د ګډې غونډې په باب چې د باميانو ښار د فرهنګي ماستر پلان په اړوند په نږدې راتلوونکې کې جوړيږي؛ د باميانو ښار د فرهنګي ماستر پلان په باب د روزنيزې کارګاه چې په دغه ولايت کې به جوړه شي، د هغه سمپوزيم چې د باميانو د مجسمو د ترميمولو د څرنګوالي په باب د روان کال د سپټمبر په مياشت کې د جاپان په توکيو ښارکې جوړيږي او دغه راز د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يونسکو ترمنځ د تفاهم ليک په باب خبرې اترې وشوې .
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې په دغوبرخوکې د کار د ښه پرمختګ په باب د اړوندو ادارو ترمنځ  په همغږۍ  ټينګار وکړ؛ د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د يونسکو د همکاريو له امله هم قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته