سیاست

دوزيرانوشورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باختردزمري دمياشتي ٩ :

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست دارګ  دګلخاني په ماڼي کې جوړه شوه.

باختراژانس ته دچارو داداري اودوزيرانو شوراددارلانشا دلوى  رياست دمعلوماتو له مخې :

په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د ١٣٩١ کال  دزمري دمياشتې  دپنځمې نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان تطبيقي  ميکانيزم  چې په په  ٣٣ برخو او په ١٦٢ مادوه کې ، دهيواد ددرې ګونو ارګانونو په تفکيک او دوزارتونو اوادارو په تفريق سر ه صادر شوي دي  دچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رييس صادق مدبر له  خوا داسي طرحه شو :

په ښه توګه د جمهوري رياست دعالي مقام دفرمان دتحقق په مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت  ددولت ددرې ګونو ارګانونو داستازو اوکادرونو اودچارو داداري اودوزيرانو شورا ددارلانشا دلوى رياست دکارپوهانو په ګډون  ګډنظارتي ټيم  په دوو برخو کې  په کار پيل کړي دي.

په لومړى برخه کې ،دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې داستازي ،  دملي شورا ددواړو مجلسونو داستازو  اودوزارتونو اوادارو دمعينانو په ګډون نظارتي ټيم  دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارلانشادجګپوړو کارکوونکو په همکاري  په منظمه توګه دمعلوماتو دراټولولو اوپه وزارتونو او دولتي ادارو کې دفرمان  دمفادو دتحقق  دڅارنې  په خاطر موظف شوي دي .

ددغه ټيم دکار نتيجي ، په دويمه برخه کې  دتوحيد دټيم له خوا  چې دملي اقتصاد اودبيا جوړولو د اداري  رييس  ، دوزيرانو شورا دارتباط داداري رييس ، دڅارنې او څيړنې  داداري رييس او دتشکيلاتو داداري رييس پکي شامل دي دچارو  داداري  اودوزيرانو شورا  ددارلانشا دلوى رياست دمرستيال پوهنيار نجيب الله امين تر نظر لاندې فعاليت کوي ، همغږي کوي اوپه اوونۍ کې يوځل ددغي اداري درييس له لارې  په ليکلي ډول دجمهوري رياست مقام او دافغانستان داسلامي جمهوريت کابيني ته وړاندې کيږي او دغه راز دهيواد دخلکو دخبرولو په مقصد  دمطبوعاتو له لارې خپريږي .

دوزيرانو شورا په بشپړه توګه ددغه فرمان په ملاتړ او دهغه دتطبيقي ميکانيزم په تائيدولوسره پريکړه وکړه چې  ددغه فرمان په تطبيق کې بي پروايي او ځنډ  له قانون  څخه دسرغړوني په توګه بلل کيږي  او هغه وزارتونه  او اداري به چې په ټاکلي مشخص وخت کې خپل اجراات عملي نه کړي ترپوښتنې لاندې ونيول  شي. په دې ترڅ کې دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارلانشا لوى رياست ته  په ټينګارسره  دنده وسپارل شوه چې  له پيشنهادشويو ګډو نظارتي  ټيمونو څخه په استفادي سره دي  دفرمان دمفادو تحقق په دايمې توګه وڅاري او دوزيرانو شورا ته دي رپوټ وړاندې کړي او دکار دپرمختګ په باب دي  دډله ييزو اطلاعاتو وسايلو ته هم  خبرورکړي.

دجمهوري رياست دمقام د  ١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټي د ٤٥ ګڼه فرمان دتحقق لپاره دنظارتي ټيمونو بشپړلست  دزياتو معلوماتوپه مقصد دهمدي خبري سرويس په پاى کې خپريږي .

 وروسته  دوزيرانو شورا دپخواني مجلس له لارښوونې سره سم دلوړو زده کړو وزير په افغانستان کې دتعليمي ، تحصيلي  ، دفني او حرفوي  زده کړو او دکارموندلو دنظام داصلاح لپاره دملي  بلن ليک دپريکړه ليک بيا کتل شوي طرحه  غونډي  ته وړاندې کړه.

دکابيني غړو په دې باب خپلي مشخصي نظريي اوپيشنهادونه څرګند کړل او پريکړه وشوه چې وزارتونه او اداري دي  خپلي نظريي اوپيشنهادونه په ليکلي ډول دلوړو زده کړو وزارت ته وليږي . دلوړو زده کړو، پوهنې اودشهيدانو،. معلولينو ، کار اوټولنيزو چارو  وزارتونه موظف کړاي شول  چې دطرحه شويو نظريو او وړانديزونو په رڼا کې دي دتعليمي ، تحصيلي ، فني او حرفوي  زده کړو او دکار موندلو دنظام داصلاح لپاره دملي بلني پريکړه ليک بيا وڅيړي او دوزيرانو شورا په يوه راتلوونکي غونډه کې دي وړاندې کړي .

 دوزيرانو شورا  دغونډې دکار په دوام ، دلوړو زده کړو وزير ماليزيا ته دسفر اوافغاني محصلانو ته دلوړو زده کړو دزمينو دبرابرولو  په برخه کې  ددغه هيواد  له تحصيلي مقاماتو سره  دکتني  په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړل او زياته يي کړه  څرنګه چې  دافغاني محصلينو دمنلو لپاره ددغه هيواد دپوهنتونونو لګښتونه اقتصادي اودپاملرني وړ دي  ، دلوړو زده کړو وزارت تصميم نيولي دي  چې په روان کال کې  دطب په ًبرخه کې سل  تنه محصلان  او دانجينري ، کمپيوتر ساينس  ، اقتصاد  ،  ژورناليزم او دکانونو په څانګو کې  يوسلواويا تنه محصلان دليسانس په سويه   اوشپيته تنه محصلان دماستري او دکتورا په سويه له ملي بودجي  څخه په استفادي سره دغه هيواد ته واستوي چې  دا کار دوزيرانو شورا دتائيد وړ وگرځيد اودلو ړو زده کړو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې دغونډې له يادونې  سره سم دي دغه هيواد ته دمحصلانو داستولو په باب  اقدام وکړي .

له اجنداسره سم   دماليې وزير د دونرونو  دنه ژمنې  په نسبت دهيواد د١٣٩١ کال  له ملي بودجي څخه ديوپنځوسو مليونو امريکايي ډالرو دتنقيص اود١٣٩١کال  په پرمختيايي بودجه کې داسيا دپرمختيايي بانک دژمنه شويو يو اعشاريه پنځو مليونو ډالرو دزياتوالي  پيشنهاد غونډې ته وړاندې کړ چې دتصويب وړ وگرځيد.

وروسته  دملي پوليسو دمسنوبينو اوبنديانو داعاشي  دتامينولو لپاره دکورنيو چارو وزارت بودجوي ستونز ه دکورنيو چارو دوزير له خوا غونډې ته طرحه شوه اوپريکړه وشوه چې بشپړ سندونه يي دتصميم نيولو په مقصد دجمهوري رياست  عالي مقام  ته  وړاندې شي .

وروسته دترانسپورت اوهوايي  چلند وزير دپامير دهوايي شرکت دالوتکو اووسايطو دبيو دټاکنې په باب دموظف هييت رپوټ غونډې ته وړاندې کړ اوزياته يي کړه : دپامير دهوايي شرکت د اوو الوتکو دبيوټاکنه دنړيوال مارکيټ دبيي ، داستهلاکاتو دنورم او دالوتکو دتخنيکي حالت په پام کې نيولو سره  دفني  _ تخنيکي هييت له  خوا ترسره شوي ده  چې له دې جملي څخه څلور  بوئينګ الوتکي يي په عملي توګه داستفادي وړ  دي.

دوزيرانوشورا دموضوع په باب له هر اړخيزو خبرو او غور وروسته ، پريکړه وکړه  چې دترانسپورت او هوايي چلند وزارت دي  دپاميردهوايي شرکت دالوتکو دبيو دتثبيت  په باب  دمحکمې تروروستي پريکړي پورې دي  دهغو دالوتني  اودنورو تخنيکي چارو دمصوونيت په باب دډاډ له ترلاسه کولو وروسته   کار واخلي .

دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو دوزير له خوا درې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شوه چې دتائيد وړ وگرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته