امنیت

په زابل کې دځانمرګي بريد دپروګرام جوړولو مسوول ونيول شو .

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
په زابل کې  دځانمرګي بريد  دپروګرام جوړولو مسوول له اتو نورو طالبانو سره په غزني کې  ونيول شو.
  دځانګړو عملياتو دقول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر اژانس ته وويل:  په غزني کې د کوماندو پوځيانو او دپوليسو  ځانګړو قطعاتو ،دمبين  دعملياتو په بهير کې   زابل کې  روغتون ته  څيرمه دځانمرګي بريد دطرحه کولو دپروګرام مسوول په ګډون نهه طالبان ونيول .
  ددغو کسانو دنيولو دځاى په باب  تراوسه پورې څه نه دي ويل شوي .
ديوبل خبرله مخې، پوځيانو پرون په غزني کې درې طالبان چې غوښتل يې دوه مازدا ډوله موټرونه  دځانمرګي بريد په مقصد غزني ته ولېږدوي دغزني ښارته څيرمه کې ونيول .
دزابل په مرکز قلات ښار کې دموټر بم په بريد کې په لسګونو کسان شهيدان او څه دپاسه سل نور ملکي کسان  ټپيان شول . چې ددغې پېښې زياتره  قربانيان ناروغان او دناروغانو پايوازان و .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته