خبرونهاقتصادټولنه

د خوست په غلام خان بندر کې مسافرینو لپاره تمځای جوړېږي

کابل، د وږي ۳۱ مه، باختر

د خوست اداري مسوولین وايي چې د یاد ولایت په غلام خان بندر کې د ۱۸،۵میلیونو افغانیو په لګښت مسافرینو لپاره د تمځای جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه ودانۍ د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ په غلام خان بندر کې د مسافرینو او ناروغانو لپاره جوړېږي.

هغه د شرکت له مسوولینو وغوښتل چې کارونه دې په لوړ کیفیت ترسره کړي.

له بله پلوه د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رییس مولوي الهام الدین عمر وویل، چې یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې د ۱۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې به يې په ۷ میاشتو کې بشپړې شي.   ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا