روغتیا

دزرنج دسل بستريز ولايتي روغتون دودانۍ دجوړولوکار پيل شو .

کابل باختر د ثور دولسمه :
دنيمروز دسل بستريز ولايتي روغتون دودانۍ دبنسټ  ډبره دعامې روغتيا وزارت دپاليسي او پلان دمعين ډاکتر احمد جان نعيم له خوا پرون ددغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې کيښودل شوه .
دغه روغتون دافغانستان دحکومت له بودجې څخه د ٢٦٧ مليونو افغانيو په لګښت ديو ويشت جريبه ځمکې په ساحه کې په راتلوونکو دريو کلونوکې جوړيږي .  دباختراژانس دخبر له مخې ،  دعامې روغتيا  وزارت معين ډاکتر  احمد جان  نعيم ددغه روغتون جوړول په هيواد کې  دروغتيايي  امکاناتو دعادلانه  ويش نښه نښانه  وبلله او ويې ويل  ددغه روغتون جوړول  په نيمروز ولايت کې يو ستر روغتيايي  او پرمختيايي  برياليتوب دى چې په روغتيايي  کيفيت سره دخدمتونو  په وړاندې کولو سره به ددغه ولايت دخلکو طبي اړتياو ته ځواب  ووايي .
ده زياته کړه په دغه ولايت کې دروغتيا په برخه کې ترسره شويو  فعاليتونو په پاملرنې  سره ترسره شويو فعاليتونو ته په پاملرنې سره دلس کاله مخکې په پرتله  روغتيايي حالت يې توپير لري لکه څنګه چې موږ نن ورځ ددغه ولايت  خلکو ته دښو روغتيايي  امکاناتو دتبارز شاهدان يو .
اوس په نيمروز کې ديو ولايتي روغتون ، څلورو بشپړو  روغتيايي مرکزونو څلورو اساسي روغتيايي  مرکزونو اوو فرعي روغتيايي مرکزونو ، په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې ديو شل بستريز روغتون ، په جيل کې ديو روغتيايي مرکز او ديوه ګرځنده روغتيايي ټيم په ګډون نولس روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې په هغو کې پنځه ويشت تنه ښځينه او نارينه ډاکتران ، پنځه ويشت قابلي ، شپږ ديرش  ښځينه  او نارينه  روغتيا پال ،  اووه ديرش  تنه مسلکي کارکوونکي او پنځه  نوي  تنه ملاتړيز کارکوونکي دنده ترسره  کوي .
په دغه ولايت کې دقابلګي  ښوونځي  په دوو دورو کې څلور سوه  تنه قابلې  ټولنې ته  وړاندې کړي دي او په نږدې راتلونکي کې  په دغه ولايت کې  دڅليرويشتوتنو زده کوونکو په ظرفيت چې ټول يې دنيمروز ولايت له ولسواليو  څخه انتخاب شوي دي  دجامعې دقابلګي يو ښوونځي پرانستل کيږي .
  سربيره پردې څلويښت تنه نجونې ددغه ولايت دجامعې د نرسنګ په ښوونځي کې دنرسنګ دلارو چارو په زده کړې بوخت دي
ديادونې وړ ده چې مخکې له دې دزرنج ښار روغتون دولسوالۍ  ديو روغتون په کچه  فعاليت کاوه او له ١٣٩٠ کال راپديخوا دروغتون اساسي خدمتونه دپنځه اويا بستريز روغتون په کچه ددغه ولايت پتمنو خلکو ته وړاندې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته