خبرونهورزش

د خوست په لکڼو کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

د خوست ولایت ورزشي امریت د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د لکڼو سیمې کې د ۱۰۰ ځوانانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

د ځغاستې فدراسیون مسوول ذبیح الله یوسفزی وايي، چې دغو سیالیو دوې برخې لرلې چې (۱۰۰)او (۱۰۰۰) مترو کې د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.

په خبره یې، دواړو برخو کې د (۱۰۰) لوبغاړو ترمنځ سیالي ترسره شوې چې په سل متره ځغاسته کې انعام الدین او په یو کیلو متر کې جمال ناصر لومړي مقامونه خپل کړل.

د یادونې وړ ده، چې په لېرو پرتو سیمو کې به له سیالیو وروسته د غوره لوبغاړو ترمنځ په مرکز کې د غوراوی سیالۍ ترسره شي.

س.صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا